د لوړو زده کړو وزارت نوی ګمارل شوی علمي معین د دغه وزارت کارکوونکو ته ورمعرفي او په کار یې پیل وکړ.

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۶
Srgbjoknbgf

 

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.  

 

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د اسلام مبارک په دین په رڼا کې په رسمي څوکیو د اشخاصو ګمارنې اصولو او معیارونو ته په اشارې سره وویل، چې په اسلامي نظام کې تغییر او تبدیل یو پېژندل شوی اصل دی. 

 

نوموړي زیاته کړه: «د اشخاصو ګمارنه د اړتیا، لزوم دید او نظام مصلحت پر اساس، د امیر له لوري ترسره کېږي، چې ټول مسؤلین اطاعت او پر نویو موقفونو قناعت کوي.» 

 

هغه د لوړو زده کړو وزارت مخکني علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له خدمتونو د قدرداني تر څنګ، نوي ګمارل شوي علمي معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي ته د وزارت په کړنو کې د بریا هیله وکړه. 

 

همدارنګه د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور د هېواد په پرمختګ او پراختیا کې د تحصیلي سکټور پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې مسؤلیتونه په اسلامي نظام کې امانتونه دي، چې د اشخاصو د مهارتونو پر بنسټ هغوی ته د امیر لخوا ورسپارل کېږي. نوموړي شیخ اریوبي یو با تجربه شخص وباله او په نوې دنده کې یې د بریا هیله ورته وکړه.

 

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت نوي ګمارل شوي علمي معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي پر ده باندې د اسلامي امارت له باور څخه مننه وکړه او د تحصیلي نهادونو او دیني جامعاتو کیفیت لوړونه، د علمي څېړنو ځواکمنتیا، د تحصیلي نصابونو بیاکتنه او پراختیا، د زیربناوو جوړونه او دې ته ورته برخو کې یې خپلې برنامې شریکې کړې. دغه راز ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره په همغږۍ به په خپل ټول توان د خپلو چارو په ترسره کولو کې هڅه وکړي.

 

د یادونې وړ ده چې شیخ ضیاء الرحمن اریوبي تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ معین په توګه دنده ترسره کوله، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لزوم دید پر اساس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په حیث وګمارل شو.

 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶هـق، د شعبان المعظم ۱۷مه

۱۴۰۳هـش، د سلواغې ۲۸مه

۲۰۲۵م، د فبروري۱۶ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS