د لوړو زده کړو وزارت ۳۸ اداري خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت ازموینو کمېټې له لوري په کابل پوهنتون کې د دغه وزارت ۳۰ او د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې په ازموینه کې به وړ کسان بریالي کېږي او یادو بستونو ته به لار پیداکوي.
نوموړي وویل چې د جذب ظرفیت کم او داوطلبان زیات دي، خو اسلامي امارت هڅه کوي چې ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، د دغه وزارت ازموینو کمېټې مشر، غړو، په ازموینه کې د ګډون کوونکو او رسنیو استازو په حضور کې د پوښتنو صندوق پرانیستل شو.
په یادو بستونو کې د څلورم او پنځمو رتبو بستونه شامل دي، چې د ازادې سیالۍ له لارې به پکې وړ کسانو د خدمت زمینه برابره شي.