د لوړو زده کړو وزیر د اسټرالیا منډیرو خیریه بنسټ له مسوولینو سره خبرې وکړې

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۴
ل

لوړو زده کړو وزارت د اسټرالیا هېواد د مندیرو (Minderoo foundation) خیریه بنسټ له مسوولينو سره د دواړو هېوادونو د تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو همکاریو څرنګوالي او کرنې په برخه کې د ګډو پروګرامونو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

په هغه غونډه کې چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او یو شمېر ريیسانو په ګډون جوړه شوه، لوړو زده کړو وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مندیرو خیریه بنسټ له همکاریو مننه وکړه. نوموړي دې ته په اشارې سره چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی وویل، د دې سکټور توسعې او پرمختیا ته چې په علمي څېړنو ولاړه ده، ډېره پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي د اسټرالیا له تحصیلي بنسټونو سره د ګډو علمي پروګرامونو د جوړولو هرکلی وکړ او د دې برخې په پروګرامونو او راتلونکو همکاریو يې خبرې وکړې.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د افغانستان د اوبو او کرنیزو سرچینو ته په اشارې او په دې سکټور کې موجودو فرصتونو ته په کتو د افغانستان او اسټرالیا تر منځ په یووالي د ټینګار ترڅنګ، د ماسټرۍ ګډ پروګرامونه، د دوکتورا بورسونه، د کرنې په برخه کې د ګډو څېړنو او د آنلاین (mooc ) کورسونو په برخه کې د اسټرالیا د پوهنتونونو د تجربو شریکول هغه چارې يادې کړې چې کولای شي  د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون او نورو پوهنتونونو سره  چې د کرنې څانګې لري همکاري وکړي.

ورپسې د منديرو خیریه بنسټ مسوولينو د کرنې په برخه کې د موجوده فرصتونو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اوبو مدیریت معرفي کولو له کبله خوښي وښوده، ژمنه يې وکړه چې یاد وړاندیزونه به د هغه هېواد له مسوولينو سره شریکوي او د مرستو جلب په برخه کې به هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS