د لوړو زده کړو وزیر د اسټرالیا منډیرو خیریه بنسټ له مسوولینو سره خبرې وکړې
لوړو زده کړو وزارت د اسټرالیا هېواد د مندیرو (Minderoo foundation) خیریه بنسټ له مسوولينو سره د دواړو هېوادونو د تحصیلي بنسټونو د اکاډمیکو همکاریو څرنګوالي او کرنې په برخه کې د ګډو پروګرامونو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
په هغه غونډه کې چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او یو شمېر ريیسانو په ګډون جوړه شوه، لوړو زده کړو وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مندیرو خیریه بنسټ له همکاریو مننه وکړه. نوموړي دې ته په اشارې سره چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی وویل، د دې سکټور توسعې او پرمختیا ته چې په علمي څېړنو ولاړه ده، ډېره پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي د اسټرالیا له تحصیلي بنسټونو سره د ګډو علمي پروګرامونو د جوړولو هرکلی وکړ او د دې برخې په پروګرامونو او راتلونکو همکاریو يې خبرې وکړې.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي د افغانستان د اوبو او کرنیزو سرچینو ته په اشارې او په دې سکټور کې موجودو فرصتونو ته په کتو د افغانستان او اسټرالیا تر منځ په یووالي د ټینګار ترڅنګ، د ماسټرۍ ګډ پروګرامونه، د دوکتورا بورسونه، د کرنې په برخه کې د ګډو څېړنو او د آنلاین (mooc ) کورسونو په برخه کې د اسټرالیا د پوهنتونونو د تجربو شریکول هغه چارې يادې کړې چې کولای شي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون او نورو پوهنتونونو سره چې د کرنې څانګې لري همکاري وکړي.
ورپسې د منديرو خیریه بنسټ مسوولينو د کرنې په برخه کې د موجوده فرصتونو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اوبو مدیریت معرفي کولو له کبله خوښي وښوده، ژمنه يې وکړه چې یاد وړاندیزونه به د هغه هېواد له مسوولينو سره شریکوي او د مرستو جلب په برخه کې به هلې ځلې کوي.