د لوړو زده کړو وزیر د اندونیزیا د پخواني جمهور رئیس مرستیال او د سرې میاشتې ټولنې له رئیس سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اندونیزیا د پخواني جمهور رئیس مرستیال او د سرې میاشتې ټولنې له مشر محمد یوسف کالا سره، د افغانستان لوړو زده کړو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ په موخه وکتل.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اندونیزیا د سرې میاشتې ټولنې رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې یې د لوړو زده کړو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ا.ا.ا په ټولو برخو او په ځانګړې توګه د دیني او عصري علومو لوړو زده کړو ته خاصه پاملرنه لري. هغه زیاته کړه، چې الحمدلله د اسلامي امارت له فتحې او بریا وروسته په اکثرو تحصیلي نهادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه فعال شوي او عملا یې تدریسي چارې روانې دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د یو بل له امکاناتو څخه په ګټو اخیستلو، لوړو زده کړو لپاره د علمي کادرونو لیږلو او د تحصیلي بورسونو په ورکولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکې لري او د ټولو د پرمختګ غوښتونکي دي.
ورپسې د اندونیزیا د سرې میاشتې ټولنې رئیس محمد یوسف کالا د ا.ا.ا او اندونیزیا هېواد د ښو اړیکو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې اندونیزیا له افغانستان سره د لوړو زده کړو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی دی، نوموړي همداراز د بورسونو ورکولو، د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د استادانو لېږلو او د افغانستان د تحصیلي بنسټونو د لابراتوارونو د تجهیز په برخو کې د همکارۍ وعده وکړه.