د لوړو زده کړو وزیر د اېران له سفیر سره وکتل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۶:۲
ل

د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر په کابل کې د اېران له سفیر سره؛ د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې د دې هيواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د دې بحث اصلي موضوع د استادانو او محصلانو لپاره د هغه هېواد د شاوخوا 600 تحصیلي بورسونو، د کابل په پوهنتون کې د دري ادبیاتو د څانګې او څیړنیز مرکز د تعمیرجوړول، د افغانستان له پوهنتونونو سره د هغوی د اړتیا وړ کتابونو مرسته، په افغانستان کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په بهير کې د ایراني پوهنتونونو د استازوليو شمولیت او د یادو استازوليو لپاره د تعمیرونو جوړول، د اړتیاوو سره سم په پوهنتونو کې د باکیفیته معیاري ډیجیټلي کتابتونو د ایجاد او د افغانستان په پوهنتونونو کې د لابراتوارونو پر تجهیز او سمبالتیا؛ چې د ایران له خوا رغول کیږي؛ خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس د ایران له همکاریو مننه او د دواړو هيوادونو د اکاډمیکو اړیکو د لاټینګښت غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS