د لوړو زده کړو وزیر د بغلان پوهنتون له مشرتابه سره وکتل
د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د بغلان پوهنتون له مشرتابه سره په ليدنه کې، د دوی د کړنو راپور، لاسته راوړنې او ستونزې واورېدې.
د بغلان پوهنتون رييس پوهنيار عبدالقدير مهان په داسې حال کې چې د دې پوهنتون د ځينو پوهنځيو رييسان هم حاضر وو، د بغلان پوهنتون کړنې او لاسته راوړنې يې تشريح کړې او د کادري او اداري تشکيلاتو، درسي ټولګيو او زيربناوو په کمښت يې خبرې وکړې.
نوموړي وويل، د بغلان پوهنتون د ۵۵۰۰ په شاوخوا کې نجونې او هلکان محصلين لري چې په ۷پوهنځيو او ۳۰ څانګو کې د ۱۶۰ تنو علمي کادري پرسونل له لوري زده کړې ورکول کېږي.
وروسته د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير، له کمي او کيفي پلوه د پوهنتونونو د پراختيا د ملاتړ په اړه د دې وزارت د مشرتابه تګلارې د بغلان پوهنتون له رهبري ډلې سره شريکې کړې، دوی ته يې ډاډ ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري له هر هغې طرحې او وړانديز څخه چې په پوهنتونونو کې د درسي کيفيت د ودې او وړتیا لوړولو لامل کېږي په جدي ډول ملاتړ وي.
د لوړو زد کړو وزير په پای کې د بغلان پوهنتون د ستونزو د حل په ټينګار سره په علمي بنسټونو کې د کيفيت د لوړوتیا د تازه فرصتونو په جوړولو هم ټينګار وکړ.