د لوړو زده کړو وزیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له بشپړو شویو پروژو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا، د دغه پوهنتون د فوټبال میدان، بخارخانې تعمیر، جمنیازیوم او پارکینګ بشپړو شویو پروژو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د دغه پوهنتون د مسؤلینو خدمتونه وستایل او د نورو چارو د غوره والي لپاره یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د یاد پوهنتون د ماسټري برنامو له محصلینو سره وکتل او د محصلینو وړاندیزونه او نظرونه یې واورېدل.