د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د (OBE-SCL) ترعنوان لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۲:۳۵
ل

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي پروګرام (HEDP) لخوا، د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې (۲۵) تنو نویو مقرر شویو استادانو ته، د دغه علمي بنسټ د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ په پرانېست غونډه کې؛ د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنمل عبدالناصر ستانکزي په مقدماتي خبرو کې د دغه ورکشاپ پر اهمیت او اړتیاوو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې په نني عصر کې د ټولې نړۍ پوهنتونونه د پایلو پر بنسټ ولاړ او د محصل محوري زده کړو (OBE-SCL) له میتودونو څخه ګټه اخلي.

نوموړي د ورکشاپ ګډونوال وهڅول څو د دغو فرصتونو څخه په استفادې د تدریس میتودونه په معیاري او عصري بڼه ترسره کړي او داسې محصلین ټولنې ته وړاندې کړي، چې مسلکي، متعهد او پرځان بسیا وي او وکولای شي چې په مختلفو برخو کې ټولنې ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه ښاغلي ستانکزي د ورکشاپ له تمویل کوونکي(HEDP) او د پکتیا پوهنتون له دو تنو استادانو هر یو پوهنیار سیف الرحمن روهي او پوهنیار معروف خان همدرد چې د دغه ورکشاپ ترینران دي، مننه وکړه .

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاب د دو اوونیو لپاره په نظر کې نیول شوی او تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو وزارت پراختیا پروګرام (HEDP) لخوا د پوهنتون رهبري د پلان مطابق، د دغه علمي کانون استادانو ته ورته پروګرامونه په لاره اچول شوی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS