د ماسټري او دوکتورا په کچه د مالیزیا تحصیلي بوروسونو خبرتیا !

Akmal_admin

Due

-

Location مالیزیا

د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت د ماسټري او دوکتورا په کچه، د لاندې شرایطو لرونکو نوماندانو لپاره د ۱۰۰تحصیلي بوروسونو خبر ورکړی دی. 
د بورسونو شرایط: 
۱ـ د نوماند عمر د ماسټري لپاره تر ۴۰ او د دوکتورا لپاره تر ۴۵ زیات نه وي
۲ـ د ماسټري لپاره د لېسانس دورې د ۷۰ سلنه نومرو درلودل
۳ـ د دوکتورا لپاره د ماسټري دورې د ۷۰ سلنه نومرو درلودل
۴ـ د IELTS نومره له ۶ زیاته او یا د TOFEL نومره تر ۵۵۰ زیاته وي 
۵ـ په یادو بورسونو کې د تدریس فیس او د تحصیل په دوره کې د نوماند میاشتني لګښتونه شامل دي
  یادو بورسونو ته  د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۲م، کال د جون ۱۵مه ده.  
د لا زیاتو معلوماتو لپاره https://mohe.gov.my/INTER /index.hph    وېبپاڼې او له خبرتیا سره ضمیمه یي معلوماتو ته مراجعه وکړئ. 
ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې دغو بورسونو ته د نوملیکنې لپاره له خپلو اصلي اسنادو سره د لوړو زده کړو وزارت پذیزش ۱۵ غرفې ته مراجعه وکړي او د اسنادو له تکمیل او په یاده وېبپاڼه کې له نوملیکنې وروسته، خپل اسناد د ۲۰۲۲م، کال د جون تر ۱۶مې، چې د ۱۴۰۱هـ.ش کال له جوزا سره سمون لري، تسلیم کړي.

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۴
Background image

خبرتیا !

د افغانستانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د محترم مقام په کابل کې د ترکيې هېواد سفارت د رسمي یادښت پر بنسټ په ترکيه هېواد کې په شخصي لګښت د محصلينو او تحصيلي داوطلبانو منلو لپاره  د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

خبرتیا !

د برونای هېواد د تحصيل په بېلابېلو لېسانس او ماسټرۍ برخو کې د یاد هېواد پنځه معتبرو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو لپاره د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر وکړی دی:
•    Universiti Brunei . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۷:۵
Background image

د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د روسيې فدراتیف هېواد د 2023- 2024 کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په افغانستان کې د روسيې فدراسیون سفارت د ملي کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې 500 سيټه بورسونه وړاندې کوي، د روسيې په تحصيلي . . .