د ماسټري او دوکتورا په کچه د هندوستان هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Azizorayakhel.admin

Due

-

د بهرنیو چارو محترم وزارت د رسمي مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د ماسټري او دوکتورا په کچه د (Yoga, Unani, Siddha and Homeopathy Ayurveda) په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرطونه:

له انګلیسې ژبې سره بلدیت.

دwww.a2ascholarships.iccr.gov.in A2A ICCR   ویب سایټ سره سم د غوښتني او روغتیا فورمونه چمتو کول.

د تګ را تګ ټیکټ کیدای شي د بورسونو ورکوونکي مرجعې په غاړه وي.

نورې آسانتیاوې لکه فیس، لیلیه، لابراتوار او داسې نور د بورسونو ورکوونکي مرجعې له اړخه ورکول کیږي.

نوماندان کولای شي، چې د دریو پوهنتونو/ انستیتوتونو څخه یو وټاکي چې له قبولي څخه وروسته بیا د تبدیلۍ حق نلري

تدریس به په انګلیسې یا اردو ژبه ترسره کیږي.

د لیسانس او دوکتورا دورو متقاضیانو د نمرو سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي.

د اړتیا وړ سندونه:

ديپلوم او د نمرو ټرانسکريپټ (لیسانس او ماسټري)

الیکټرونیکي پاسپورټ درلودل

د تابعیت تذکره

د روغتیایي فورم بشپړول

بناءً ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې د دې خبرتیا له خپریدو سره سم د ۲۰۲۰ د جولای ۳۱ چې د ۱۳۹۹ زمري(اسد) ۱۰ نیټې څخه دمخه په www.a2ascholarships.iccr.gov.in  ویب سایټ کې نوم لیکنه وکړي، فورم یې پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي

یادښت: د پورته ذکر شويو بورسونو د ضمیمو ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ:

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .