د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون سره د برېښنايي کتابتون، کمپيوټر لب او انټرنېټ په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له نوموړي پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتون مشرتابه ته د پوره همکارۍ ډاډ وکړ.
نوموړي د علم پر ارزښت او په ځانګړي ډول د نوي ټکنالوژۍ پر اړتيا او مثبتې کارونې خبرې وکړې او د پوهنتون له استادانو يې وغوښتل چې خپل تدریسي مېتود د نوي عصر له غوښتنو سره سم برابر کړي.
وروسته د یاد پوهنتون رئیس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې يې پرمختگونه، لاسته راوړنې، ستونزې او راتلونکي پلانونه له محترم وزير صيب سره شريک کړل.