د مکسیکو کالج روزنیز پروګرام خبرتیا
په تهران کې د مکسیکو سفارت په رسمي توګه خبر ورکوي چې د مکسیکو (COLMEX) کالج د ۲۰۲۱ کال، د جون ۲۸ څخه د جولای تر ۲۳ نېټې پورې د انګرېزي ژبې په برخه کې د اوړي نړیوال پروګرام جوړ کړي.
یاد کالج ټولو ممتازو زدکړیالانو ته خبر ورکوي چې د summerprogram@colmex.mx برېښنالیک له لارې په مستقیم ډول له کالج سره اړیکه ونیسي او ډکې شوې فورمې او د غوښتل شوو اسنادو PDF په انګرېزي ژبه ترتیب او د ۲۰۲۱ کال د اپرېل ۳۰نېټې پورې هغوی ته وسپاري. د دغه روزنیز پروګرام تمرکز پر مکسیکو او د لاتین امریکا پر واقعیتونو دی. د دغه پروګرام په کورسونو کې به ژبې او ادبیات تاریخ او سیاسي علوم، اقتصاد، ټولنه او چاپېریال، اسپانیایي ژبه او د لاتین امریکا کلتور شامل وي. سربېره پر اکاډیمکو کوروسونو به د کلتوري فعالیتونو ټولګي او د زدکړیالانو له اړتیا سره سم د اسپانیایي ژبې ټولګي هم په وړیا ډول جوړل شي.
مینوال کولی شي د لازیاتو معلوماتو لپاره د پروګرام همغږي کوونکوو ښاغلي L. Alejandra Gonzalez Barajas او اغلې IngridBetancourt سره په ۵۲۵۵۵۴۴۹۳۰۰۰+ شمېره او summerprogram@colmex.mx برېښنالیک اړیکه ونیسئ. د دغه پروګرام جزئیات د یاد سفارت په رسمي پاڼه کې شته دي.
په دغه روزنیز پروګرام کې د ګډون بیه (۷۵۰) امریکایي ډالره ده، خو هغه زدکړیالان چې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر ۱۹ نېټې ورکړي(۵۰) امریکایي ډالره تخفیف به ورکړل شي.