د نړیوال بانک له مسئولانو سره د لوړو زده کړو وزیر ویډیويي کنفرانس

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير، د لوړو زده کړو د پراختيا او په زېربنايي برخو کې د نړيوال بانک له مرستو د مننې تر څنګ، د راتلونکو کلونو له پاره د دې وزارت هدفونه او پروګرامونه توضيح کړل.
د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير، د وېډيو کنفرانس له لارې، د نړيوال بانک له مسولينو سره، د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د برېښنايي او غيرحضوري زده کړو د پراختیا او زېربنايي پروژو د بشپړولو له پاره پر ګډو همکاريو خبرې وکړې.
ډاکټر عباص بصير د پراختيا او زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو له کبله د نړيوال بانک همکارۍ اغېز ښندونکې وبللې زياته يې کړه چې د عمراني پروژو د پلي کولو او د نابشپړو پروژو د بشپړولو له پاره به د تحصيلي کال تر پيل پورې مسولينو ته لارښوونه وکړي چې د پروژو د بشپړېدو بهير ګړندی کړي، نوموړي همداراز د برېښنايي او غيرحضوري زده کړو د پراختيا په ټينګار سره وويل چې په يوه پليټ فورم کار کوي چې ټول سېستم سره تړي.
د لوړو زده کړو وزير زياته کړه د دې وزارت د درېيم ستراتيژيک پلان بدنه هم د پای ته رسېدو په حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابينې په تاييد او جوړولو سره به د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو لیدلوری د پنځو نورو کلونو له پاره روښانه شي. نوموړي همداراز وویل ټولو پوهنتونونو ته لارښوونه شوې ده چې ستراتيژيک پلان يې په واقعي ډول جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان له نهايي کېدو مخکې يې شريک کړي.
د نړيوال بانک استازي هارشا اتوروپان له لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ د ژمنې په کولو سره وويل چې نړيوال بانک به د لوړو زده کړو د پراختيايي پروګرام په چوکاټ (HEDP) د زېربنايي پروژو په برخه کې، د راتلونکو کلونو له پاره په خپلو مرستو سره، په ځينو پوهنتونونو کې د نجونو د ليليو بشپړول، د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکزونو پياوړي کول او د غيرحضوري او برېښنايي زده کړو پراختیا ته ادامه ورکړي. د نړیوال بانک استازي همداراز وویل چې د لوړو زده کړو وزارت درېيم ستراتېژيک پلان چمتو کولو برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دي.