د هندوستان هیواد د ICCR بورسونو د لیسانس دورې نوماندانو د آزموینې د کارت اخیستې او د بایومتریک د نیټې او د ځایونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
Due
-
د هندوستان هیواد د لیسانس دورې دICCR بورسونو ټولو هغو نوماندانو ته خبر ورکول کیږی چې د ولایتو په کچه، د شهیدانود ، معلولینو، ورک شوو، او کوچیانو وارثینو سهمیې چې نومونه یې د ۱۳۰۸ لیست کې موجود دي کولای شې د نوم ثبت کولو او د آزموینې د فورم اخیستلو لپاره د یادو بورسونو لپاره د ۲۷/۹/۱۳۹۸ نیټه تر چهارشنبې ورځې پورې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومې ۲۱ شمیری غرفې ته مراجعه وکرئ او د هندوستان تحصیلې بورسونو د آزموینې د شمولیت او د آزموینې د کارت د اخیستلو لپاره د شهید استاد ربانې پوهنتون ته او د بایمتریک د پروسې د بشپړولو لپاره د کابل پولې تخنیک پوهنتون ادیتوریم ته ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې ۲۸ نیټې پورې چې د ۲۰۱۹دسمبر له ۱۹ سره سمون لري د سهار په ۹ بجو مراجعه وکړی البته یو قطعه ۴/ ۳ یو قطعه انځور، اصلې تذکره او ۵۰۰ افغانۍ د آزموینې د شمولیت لپاره باید له ځان سره ولری چې یاد آزموینه د جمعه په ورځ د ۲۹/۹/۱۳۹۸ نیټه د سهار په ۸ بجو اخیستل کیږی.
د آزموینې د پایلې د اعلان څخه وروسته هغه نوماندان چې آزموینه یې په بریالی ټوګه بشپړ کړی وی د آزموینې د ملې ادارې لخوا بریالې نومادانو په ټوګه معرفې کیږی، چې دوی د لاندې اجراآتو د ترسره کولو لپاره د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۷ نیټې پورې چې د ۲۰۱۹ د دسمبر د ۲۷ نیټې سره سمون لري وخت لري.
- د اففانستان د بورسونو د مدیریت سیستم د نوم لیکنې لپاره د لوړوزده کړو وزارت وب سایټ www.mohe.gov.af د بورسونو د مدیریت سیستم په بټنې په کلیک کولو سره مراجعه وکړئ.
- www.a2ascholarships.iccr.gov.in له لاري د ICCR بورسونو په آنلاین پورتال کې نوم لیکنه.
- نوماندان مکلف دې چې ټول د اړتیا وړ فورمونه چې د اففانستان د بورسونو د مدیریت سیستم کې چې د کاندیدې فورم، ژمن پاڼه، د تضمین خطونه، صحې فورم ، چې د یوې اعتبار وړ روغتونونو صحې سرتفیکټ وړاندې کړي، شهادت پاڼه او د مکتب دری کلنۍ د نمرو ترانسکریپت په شمول د لوړوزده کړو وزارت د بورسونود مدیریت د سیستم له لارې ولیږي او په عین حال کې د خپلو اصلې سندونو د بورس ورکونې هیواد د ICCR بورس آنلاین غوښتنلیک فورم پرنت په شمول د لوړوزده کړو وزارت ته وسپاري.
- د افغانستان د بورسونو د مدیریت سیستم د ګټې اخیستې د څرنګوالې لپاره کولې شې دسیستم د لارښود ویدیو چې د بورسونو د مدیریت سیستم کې یې لینک موجود دي وګورئ.
- محترم نوماندان کولۍ شې د بورس ورکونکې هیواد د وب سایټ د نوم لیکنې د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې ضمیمه شوی لارښود ولولي.
- ټول نوماندان مکلف دي چې ډاډ ترلاسه کړي چې په فورمو کې وړاندې شوي معلومات سم دي. د معلومات د مغایرت په صورت کې د نوم، تخلص،، د پلار نوم ، د پاسپورټ شمیره، د تابعیت تذکرې شمیرې، د زیږون کال، د فراغت کال، د اقاربو په اړه د معلوماتو او داسې نور معلومات د نه سمون په شمول ، د شکایت حق نلري د دوی د اسنادود پروسې په جریان کې ودریږي او د وړاندې شوو معلوماتو د اصلاح لپاره هیڅ ډول فرصت به هم نلري.
- د آزموینو جدول
- د کاندیدانو لست