د هندوستان هیواد د (ICCR) تحصیلي بورسونو ازموینه واخیستل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۵:۱۷
امتحان

د هندوستان هیواد د (ICCR) تحصیلي بورسونو ازموینه نن ورځ کابل پوهنتون کې د ازموینو د ملي ادارې له لوري واخیستلی شوه.

په دې ازموینه کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ۵۳۷۷ تنو ګډون کړی و چې ۱۳۰۶ تنو د لیسانس، ۳۵۳۲ تنو د ماسټرۍ او ۵۳۹ تنو د دوکتورا په برخه کې رقابتي ازموینه ورکړه.

دوکتور احمد سیر مهجور د یادې آزموینې د پیل په مراسمو کې د کابل پوهنتون او د ازموینو د ملي ادارې له همکاریو څخه په مننې وړاندې کولو سره وویل چې دوست هیواد هندوستان هر کال ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکوي او دا ټول بورسونه د دې وزارت له لارې طی مراحل کیږي.
دوکتور احمد سیر مهجور په بیلا بیلو ډګرونو په ځانګړي ډول د تحصیلي بورسونو په برخه کې د هندوستان هیواد له مرستو څخه مننه وکړه او د روڼتیا، عدالت او قانونیت په نظر کې نیولو سره یې د یادو بورسونو په ویش ټینګار وکړ.

نوموړي وویل له یادې آزموینې څخه موخه داده چې نسبت د بورسونو شمیر ته د زیاتو متقاضیانو په نظر کې نیولو سره وکولای شو د داوطلبانو تر ټولو لایق، تکړه، او مستحق کسان ثابت او وپیژندل شي.

وروسته په لوړو زده کړو کې د جمهوري ریاست سلاکار او د کابل پوهنتون رئیس پوهنمل حمیدالله فاروقي تکړه مسلکي کادرونو ته د هیواد د اړتیا او په دې زمینه کې د دوست هیواد هندوستان له مرستو څخه په مننې ویلو سره وویل زموږ هغه ځوانان چې دې بورسونو ته لاره مومې د هیواد تر ټولو لویه او دوامداره پانګه ده چې د ټولنې د اړتیا وړ علم او پوهې په حاصلولو سره د خپل هیواد لپاره یوه روښانه راتلونکې لري.

پوهنمل فاروقي ددې ازموینې ګډون والو ته د مؤفقیت په غوښتلو سره وویل چې دولت هڅه کوي تر څو ټولو هغو ځوانانو ته چې په بیلا بیلو ډګرونو کې زده کړې کولو ته لیواله دي د زده کړو زمینه برابره کړې.

امتحان

همدارنګه د آزموینو د ملي ادارې عمومي رئیس پوهاند عبدالقدیر خموش د آزموینو د ملي ادارې د کار اساس روڼتیا او قانونیت وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د آزموینو پروسه سل په سله روڼه وه او هر داوطلب به د هغو ځوابونو په اساس چې د ازموینې په پارچې کې یې لیکلي دي نُمره لاسته راوړې.

ویل کیږي چې ددې ازموینې پایلې به تر بلې اوونۍ پورې اعلان شي.

امتحان

د یادولو وړ دی چې د ۵۳۷۷ تنو له مینځه چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی و ۲۵۰۰ تنه چې لوړې نُمرې لاسته راوړې د هندوستان سفارت ته به ور وپیژندل شي او وروسته به یاد سفارت د یوې ځانګړې ازموینې په ترڅ کې د ۲۵۰۰ تنو له مینځه ۱۰۰۰ تنه وټآکي او د ICCR بورسونو ته به یې ورپیژني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS