د هېواد د تحصيلي بنسټونو د کمپیوټر ساینس ماسټري او د ښوونې او رزونې څانګو د کمپیوټر زده کړې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلستر پای ته ورسېد.
د یاد کلستر په پای غونډه کې د هیواد د تحصيلي نصاب ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلستر د کار په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د کمپیوټر ساینس تحصیلي نصاب د ټولنې او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوی دی.
ورپسې استاد ګلاب جان سجاد د ټولو استادانو په استازیتوب خبرې وکړې او د خپل پنځه ورځني کاري راپور وړاندې کولو تر څنګ یې یو لړ ستونزې، وړاندیزونه او نظریات مطرح کړل.