د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې د کمپیوټر ساینس د فوق لیسانس او د ژبو او ادبیاتو او کمپوټر ساینس د لیسانس څانګو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پای ته ورسېد.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۴:۲۱
jkdfkjdskjds


د ياد کلسټر د پای په ورځ د استادانو په استازولۍ پوهنوال سيد حسن شاه رحيمي خبرې وکړې او ويې ويل، چې غوره ټولنه هغه ټولنه ده، چې د علومو او زده کړو ارزښت ته په کې پاملرنه کېږي. هغه همداراز د هېواد د تحصیلي بنسټونو د نصاب د بیا کتنې او پراختیا په موخه د کلسټرونو د جوړولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه.
ورپسې د هېواد د تحصیلي نصاب ملي کمېسیون غړي پوهنوال داوود شاه فاروق د نصاب د پراختیا او بیا کتنې په برخه کې د استادانو هڅې او تکالیف وستایل او زیاته یې کړه، چې د هېواد ښوونیز نصاب د اسلامي ارزښتونو او ملي روحیې په پام کې نیولو سره جوړ او تعدیل شوی، چې د راتلونکي نسل او د هېواد د تحصیلي نظام لپاره به ګټور تمام شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS