د پاکستان هیواد د (OIC) دوکتورا او ماسټرۍ د بورسونو اطلاعيه

Akmal_admin

Due

-

 د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، دايمي نمايندګي د خپل رسمي ياددښت پر بنسټ د (OIC) غړو هیوادونو له پاره د دوکتورا او ماسټرۍ په برخه کې د پاکستان د جمهوري اسلامي دولت د (100) بورسونو د ورکړې د وړانديز خبر ورکړی دی چې په ياده بسته کې ليليه، ټرانسپورټ او روغتيايي بيمه هم شامل دي او ټول به خپله د متقاضيانو په غاړه وي د ډېرو معلوماتو له پاره دې د دې اطلاعيې ضميمو ته مراجعه وشي. په دې توګه په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي که د ياد هیواد په تحصيلي بورسونو کې نوم ليکنه غواړي، کولای شي سربیره پر دې چې په سايټ کې نوم وليکي د ۱۳۹۹لمريز کال د تلې مياشتې تر ۲۷مې او د ۲۰۲۰ م کال د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دې په ياد سايټ کې، يادو بورسونو ته د نوم ليکنې او بیلابیلو فورمو د اخيستو له پاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذيرش دفتر ۲۱مې غرفې ته له خپلو اصلي تحصيلي سندونو سره مراجعه وکړي.

لینک 

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۶:۵۴
Background image

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون د لیسانس په کچه د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون  د ۲۰۲۱ میلادی کال لپاره  د ښځینه او نارینو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د تحصیلي بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۴:۵۰
Background image

د بنګله دېش د برک پوهنتون د ماسترۍ بورس اطلاعیه University BRAC

برک پوهنتون BRAC  University)) چې د بنګله دیش په ډاکه ښار کې موقعیت لري په ۲۰۲۱ میلادي کال کې چې د ۱۴۰۰ لیږدیز سره سمون خوري د ښځینه او نارینه و محصلینو لپاره د ماسټرۍ یو شمېر بورسونه . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د پاکستان هیواد د (OIC) دوکتورا او ماسټرۍ د بورسونو اطلاعيه

 د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، دايمي نمايندګي د خپل رسمي ياددښت پر بنسټ د (OIC) غړو هیوادونو له پاره د دوکتورا او ماسټرۍ په برخه کې د پاکستان د جمهوري . . .