د پاکستان هېواد په(CIIT) پوهنتون کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه په تحصیلي فیس کې له تخفیف سره د تحصیلې بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د افغانستان ا.ج د بهرنیو چارو وزارت د  6583 شمېرې لیک په ترڅ کې په ۱۰/۰۳/۱۴۰۰ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مني لپاره د ۵۰ سلنه وړیا او په شخصې لګښت په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه  د( COMSATS Institute of Information and Technology)پوهنتون لخوا د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د نوملیکنې شرایط :

د بورسونو د نوملیکنې د شرایط او د نوملیکنې د فورم او نور بشپړ جزئیات د WWW.COMSATS.EDU.PK ویبپاڼه کې د نړیوالو زدکړیالانو (International Students) برخې څخه ترلاسه کولای شئ.

د یادو بورسونو ټولو مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې کولای شي د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې چې د ۹/۰۴/۱۴۰۰ نېټې سره سمون لري د اړوند پوهنتون ویبپاڼه کې په آنلاین بڼه نوملیکنه وکړي.

دانلود

آخرین بورسیه ها

دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۷:۱۱ مالیزیا
Background image

د مالیزیا د البخاري پوهنتون د تحصیلي بورسونو اعلان!

د مالیزیا هېواد په کوالالامپور د افغانستان سفارت په لاندې شرایطو د ۲۰۲۲ م کال د اکټوبر سمستر لپاره نویو محصلینو ته د لېسانس تحصیلي بورسونو خبر ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت یاد بورسونه . . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۰ برونای
Background image

د لېسانس او ماسټري په کچه د برونای دارالسلام هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د لېسانس او ماسټري په کچه د برونای دارالسلام هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!
په کوالا لامپور ـ مالېزیا کې د افغانستان سفارت، د برونای دارالسلام هېواد د عالي کمیشنرۍ د یادښت پر اساس . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۱:۲۶
Background image

د سویس هېواد د دکتورا، تر دوکتورا پورته او څېړنیزې دورې په کچه تحصیلي بورسیو خبرتیا

په افغانستان کې د سویس پراختیايي او همکارۍ اداره د ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ تحصیلي کلونو لپاره د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوکتورا، تر دوکتورا پورته او څېړنیزې دورې محدودو تحصیلي آزادې . . .