د پروان پوهنتون علمي شورا ناسته وشوه
نن د پروان پوهنتون د رییس پوهاند محمد همایون رسولي په مشرۍ او په دغه پوهنتون کې د ا.ا.ا ځانګړي استازي قاري برکت الله حنفي، د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو د رییسانو په ګډون سره د دغه پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره او د لاندې موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
۱ـ د څو تنو استادانو د علمي ترفیع د دوسیو تثبیت او تایید.
۲ـ د شورا غړو ته د اقتصاد پوهنځی د کاري راپور وړاندې کول.
۳ـ حاضرۍ ته د استادانو او کارمندانو د پابندۍ بحث.
۴ـ په وخت سره د مکاتیبو اجرا کول
۵ـ د پوهنتون زرغونتیا او چاپېریال ته پاملرنه.