د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.
په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ شويو محصلينو د کورنۍ غړیو ګډون کړی و.
په فراغت غونډه کې ویناوالو فارغانو ته مبارکې وويله او د لا نورو زدکړیزو لارو د تعقیبولو او هېواد او ولس ته د ژمن پاتې کېدو اړوند يې لازمې لار ښوونې او سپارښتنې ورته وکړې.
نېټه : پنجشنبه
۲۳ ربیع الاول ۱۴۴۶ هـ.ق
۵ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴ م