د کابل او لغمان پوهنتونونو تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۳۶
ل

دغه هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې د علمي او اکاډمیکو معلوماتو د وړاندې کولو، د علمي کیفیت د ښه والي او تحصیلي کیفیت د لوړوالي په موخه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ لاسلیک شو چې پر بنسټ به يې د دواړو پوهنتونونو ګډې څېړنیزې پروژې، سيمینارونه او علمي غونډې، تعليمي ورکشاپونه، د یو بل له اسنادو او خدمتونو متقابله استفاده کول او ټولې همکارۍ ترسره کېږي.

د کابل پوهنتون ريیس پوهاند ډاکټر محمد عثمان بابري د دې هوکړه لیک لاسلیک ارزښتناک وباله او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ همکارۍ يې د لوړو زده کړو د ځواکمنتیا له پاره اغېزمنې وبللې، د دې هوکړه لیک پر عملي کېدو یې ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د کابل پوهنتون له لوري له لغمان پوهنتون سره د هر راز همکاریو له پاره چمتو دي.

همداراز د لغمان پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار میرویس صدیقمل د کابل پوهنتون د پلاوي له همکارۍ او چمتووالي مننه وکړه، ویې ویل کابل پوهنتون د هېواد د ستر تحصیلي بنسټ په توګه په اکاډمیکو چارو کې د تجربو او امکاناتو له پلوه یو بډای پوهنتون دی او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د موادو پلي کول د لغمان پوهنتون په پرمختګ  او ظرفیت لوړونه مثبت اغېز کولای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS