د کابل طبی علومو پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

Publish Date
Closing Date
موضوع: د کابل طبی علومو پوهنتون "ابو علی سینا" د اړتیا وړ (۵۰) زره کیلو ګرامه مایع ګاز تهیې او تدارک پروژه
د کابل طبی علومو پوهنتون ( ابو علی سینا) ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه ټوګه د کابل طبی علومو پوهنتون "ابو علی سینا" د۱۴۰۰ کال د اړتیا وړ (۵۰) زره کیلو ګرامه مایع ګاز د تهیې او تدارک ملي پرانستې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړئ او اړوندې شرطپاڼې نقل د اعلان د خپریدو نیټې څخه تر (۲۱)تقویمي ورځو د کابل طبی علومو پوهنتون "ابو علی سینا" د تړونونو له مدیریت څخه په رسمې وخت کې ترلاسه کړي. یاده شرطپاڼه مطالعه او خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو طرزالعمل له قانون سره سم په تړلې بڼه وړاندي کړې.وروسته رسیدلې آفرونه او انټرنیتې آفرونه د منلو وړ نه دی.
د آفر تضمین د بانکې خط په بڼه دی. د پرانست غونډه په شرطپاڼه کې د یاد شوې ورځې سره سم د سهار لس بجو(۱۰:۰۰)د کابل طبی علومو پوهنتون ( ابو علی سینا)، مالې او ادارې معاونیت شعبه کې جوړیږی.