د کابل پولي تخنيک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا
![MOHE](/sites/default/files/2020-10/tdarkaty_12_11.png)
Publish Date
Closing Date
د کابل پولي تخنيک پوهنتون، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (۵۶۷۱۲) کيلوګرام اوبلن ګاز د داوطلبي په پروسه کې چې د ۱۴۰۰ لمريز مالي کال د ژمي د موسم د تدريسي او اداري شعبو د تسخين او د ليليه محصلينو د اعاشوي موادو د پخولو له پاره ګډون وکړي او اړونده شرط پاڼه په حافظه يا فلش ډيسک کې ترلاسه کړي.داوطلبان دې خپل افرونه په شرط پاڼه کې له راغلو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم په تړلي ډول د خبرتيا له خپرېدو څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو پورې د ورځې له لسو بجو مخکې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د شپږمې ليليې په لومړي دهليز کې مالي او اداري معاونيت ته وړاندې کړي. د نقدو پيسو او يا بانکي ګرنټي د افر تضمين به له شرایطو سره سم په شرط پاڼه کې راغلی وي، انټرنټي او ناوخته راغلي افرونه نه منل کېږي نو له شرکتونو، دولتي تصديو، موسسو او خصوصي متشبثینو چې د قرارداد غوښتنه کوي، خپلې غوښتنې دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ليليې پنځم بلاک)۳۰مه) شمېره کوټه کې د تهيه او تدارکاتو امريت ته وسپاري.