د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بریتانوۍ ټایمز لوړو زده کړو مجلې په «غوره پوهنتونونه چې په ۲۰۲۴ کې د اقلیمي بدلون کمول رهبري کوي» درجه بندۍ کې ۱۰۱ام مقام خپل کړ.

په دغې درجه بندۍ کې چې له ۱۰۳ هېوادونو څخه ۹۲۴ پوهنتونونو ګډون درلود، د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۰۱ام ځای خپل کړ.
ټایمز لوړو زده کړو مجله (Times Higher Education) یو بریتانوۍ مجله ده چې د نړۍ د لوړو زده کړو خبرونه، معلومات، نظرونه، پیښې او په بېلابېلو برخو کې د پوهنتونونو درجه بندۍ خپروې.
د ملګرو ملتونو ۱۳ ام هدف پر اساس چې -له اقلیمي بدلون سره مبارزه ده- دغه پوهنتونونه د اوبو او هوا د خطرونو کمولو، د ګلخانه يي ګازونو کمولو، داقلیمي بدلون په برخه کې د پالیسۍ جوړولو او په دغه برخه کې د څېړنو له لارې د ظرفیتونو روزولو او نور اړونده برخو کې ارزول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ۱۳۶۳هـ.ش کال کې تاسیس شوی او دم ګړی د انجنیرۍ په برخه کې ۸ پوهنځي او ۳۳ ډیپارټمنټونه لري.