د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د ملي علمي کنفرانس خبرتیا!

nasir_admin
jhkhj

ټاکل شوې ده د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي “  په هېواد کې د طبي علومو او فارمسي په برخه کې لاسته رواړنې” تر نامه لاندې ملي علمي کنفرانس د لومړي ځل لپاره په کابل پوهنتون کې وړاندې کړي.
په دغه علمي کنفرانس کې به د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د طبي علومو او فارمسي څېړونکي او پوهان خپلې مقالې د علمي کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړي.
دا کنفرانس د تجربو شریکولو، د مختلیفو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او د هېواد د روغتیايي وضعیت ښه والي لپاره مهم دی.
په دې کنفرانس کې پر مهمو روغتیايي ستونزو بحثونه کېږي او د څېړونکو د معلوماتو پر بنسټ د پالیسي جوړونې په کچه د لویو پریکړو لپاره زمینه برابرېږي. دغه علمي او اکاډمیک کنفرانس د تحصیلي بنسټونو موقف لوړوي او د دغو تحصیلي بنسټونو په ذریعه د ملي څېړنو لپاره د رهبرۍ کولو زمینه برابروي. له بلې خوا، دا د څیړنې کلتور ته وده ورکولو او د عملي معلوماتو پراساس د هېواد مهمو روغتیایی ستونزو ته د پاملرنې بنسټ جوړوي. 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ادرس ته مراجعه وکړئ!

Documents

shshshshshshsh.pdf

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements