د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري څلور ورځنی سیمینار پیل شو.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د " تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکات" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د یاد سیمینار دایریدو له کبله خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډون کوونکو څخه یې وغوښتل چې له سیمینار څخه اعظمي ګټه واخلي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکرالله "وحیدي" په خپلو خبرو کې د سیمینار موخې او اړتیا اړوند معلومات شریک کړل.
د یادولو وړ ده چې د سیمینار په لومړۍ ورځ د برنامې پېژندنې، اعتبار ورکولو پروسې معرفي او د پوهنتون په کچه د اعتبار ورکولو ٦ معیارونو توضیح وشوه او له ګډون کوونکو سره شریک شول.