د کمال خان بند پرانیستنې په وياړ علمي سمينار او مناظره ترسره شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۴:۵۸
g

په افغانستان کې د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې د کمال خان بند د پرانیستنې په وياړ (زموږ اوبه زموږ ابرو ده) تر شعار لاندې علمي سمينار او مناظره ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړى وو.

په پيل کې د دغه پوهنتون سرپرست پوهنمل احمد فواد احساس پرانيستونکې وينا وکړه او تر څنګ يې د کمال خان بند پر اقتصادي او چاپيريالي اغيزو پريزنټېشن وړاندي کړ.

وروسته د پوهاند شاه محمود بري لخوا پر کرنه او د کمال خان بند د ارزښت په اړه پرېزنټېشن وړاندي شو.

د علمي سمينار په جريان کې پوهنمل سورګل اعظيمي د کمال خان بند پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې.

همدارنګه د پروګرام په جريان کې پوهندوى نصير احمد نصرت د کمال خان بند د کرنیز او اقتصادي ارزښت په اړه پرېزنټېشن وړاندي کړ.

د پروګرام په پاى کې علمي مناظره تر سره شوه او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

BACK TO NEWS