د ۱۳۹۹ کانکور لس تنه مخکښ بریالي کسان د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له خوا وستایل شول

Azizorayakhel.admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۵:۵۲
ش

د کانکور ازموینې لس تنو مخکښو بریالیو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر یادو لسو تنو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هغوی هڅې او زیار د دوی د کورنیو او افغانستان لپاره ویاړ وباله.

ډاکټر بصیر وویل : په پام کې ده چې شل تنه هغه بریالي محصلین به بهرنیو هېوادونو ته په بورسونو ولېږي چې تر ټولو زیاتې نومرې يې اخستې دي، هغه همداراز د هر ولایت د ۳ تنو مخکښو کسانو لپاره د بورسونو ورکولو ژمنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست او نامزد وزیر وویل: دغه وزارت نوې برنامې په پام کې لري، چې له مخې به يې د هېواد تحصیلي نظام د نړیوالو معیارونو سره سم غوره وضعیت خپل کړي.

د لوړو زده کړو نوماند وزیر ځوانانو په ځانګړې توګه آغلې شمسيې ته په خطاب کې وویل: د زده کړو لپاره ټینګه اراده لرل هیڅ خنډ او ستونزه نه مني، د هېواد ځوانان باید له شمسیې څخه الګو واخلي، درسونه ووايي او د ځان او خلکو لپاره ویاړ شي.

د کانکور عمومي اول نومره آغلې شمسیې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ څخه په مننې وویل: څنګه چې په کانکور کې ښه وځلېدم، هڅه کوم څو د هېواد څخه بهر د زده کړو په بهیر کې د هېواد او ملت لپاره ویاړ شم.

یاده غونډه لسو مخکښو ځوانانو ته لب ټاپ کمپيوټرونو په توزیع کولو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS