سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کمال خان بند د پرانېستنې په ویاړ علمي سیمینار جوړ شو

په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د یاد علمي بنسټ مشر، د ولايت مقام مرستيالې، ملي روغې جوړې عالي شورا رياست ستر سلاکار، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور مشر، د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، پوهنځیو مشرانو، علماوو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
په پیل کې د پوهنتون مشر پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري وويل :"د پوهنتون مشرتابه وياړي چې نن د يوې وياړمنې غونډې کوربه دی." هغه د ولسمشر له خوا په افتتاح شوو بندونو لکه کمال خان، شاه او عروس، شاتوت، مچلغو، شورا بک، بخش اباد په تاریخي پس منظر او اقتصادي، ټولنیز، محیطي او سیاسي ارزښت رڼا واچوله".
همدارنګه نوموړي د هېواد د اوبو په سرچینو، د بندونو لپاره د انساني ځواک شتون، د لازمې بودجې نه شتون، د ظرفیتونو ټېټه کچه، بهرنۍ لاسوهنې او ناامني په اړه یې وینا وکړه.
غونډې ته د ولايت مقام اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستيالې اغلې برېښنا شيرزۍ په خپلو ویناوو کې ولسونه د اوبو مديریت په برخه کې د افغان دولت او په ځانګړې توګه د ولسمشر ملاتړ ته راوبلل، هغې همدا راز وويل:"اوبه زموږ ابرو، عزت او ملي شتمني ده، حکومت د اوبو مديريت او مهارولو لپاره ګټور پلانونه لري چې په پلي کېدو به یې هېواد پر ځان بسیا او پر نورو به یې تکیه راکمه شي".
ناستې ته د ملي روغې جوړې عالي شورا رياست ستر سلاکار مولوي شهزاده شاهد وویل چی پرمختګونه مهم دي او د هېوادوالو ستره اړتیا ده خو دغه پرمختګونه هغه وخت ساتلای شو چې په هېواد کې د وینو تویېدل بند او افغان ولس د ارامۍ ساه واخلي.
دیني عالم مولوي ضياء الرحمن الله يار د کمال خان بند جوړېدل د اوبو مدیریت کرنيزه او اقتصادي برخه کې مهم پرمختګ وباله او له ولسمشر محمد اشرف غني يې مننه وکړه چې ملي پروژو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د غونډې په دویمه برخه کې د استادانو هر یو پوهنمل محمد رحيم خاکسار د وګړيو پر ټولنيز ژوندانه د کمال خان بند اغېزو او پوهنيار سيد رحمت الله سادات د اوبو مهارولو ګټې او میتودونو تر سرلیکونو لاندې علمي او څېړنيز سیمینارونه وړاندې کړل.