لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي پوهنتونو یو شمیر متقاعدو استادانو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳ - ۴:۵۵
1

د مرکزي پوهنتونو یو شمیر متقاعدو استادانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اوعلمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي سره په لیدنه کې، د لوړو زده کړو موسسو علمي کادري غړو د معاش او امتیازاتو د نوې مقررې مطابق د خپل تقاعد د حقوقو د ادا‌ء کولو غوښتونکي شول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبد التواب بالاکرزي په پیل کې استادانو ته ښه راغلاست وویل او د استادانو د علمي خدمتونو له دورې څخه د یادونې او دا چې د کلونو زحمت او هڅو په اوږدو کې یې د هیواد څو نسلونو ته ښوونه او روزنه ورکړې ده، له هغوی څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د استادانو د هر ډول ستونزو د لرې کولو لپاره مرستې او لاسنیوي ته چمتو دی.

د لوړو زده کړو سرپرست د استادانو د وړاندیزونو له اوریدو څخه وروسته، له هغوی څخه وغوښتل تر څو د هغوی له منځه دوه تنه د ټولو متقاعدو استادانو په استازیتوب، معرفي کړي او د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو له څانګې سره په همغږۍ د اړوندو ادارو څخه د استادانو د وړاندیز د لاسته راوړلو لپاره یوه کمېټه تشکیل کړي، تر څو موضوع د یو ګډ طرزالعمل په ترڅ کې تر څیړنې او تحلیل لاندې ونیسي.

په پای کې پریکړه وشوه تر څو د متقاعدو استادانو له ډلې، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو له ریاست او د کادري غړو د علمي تقرر او ترفیعاتو له ریاست، د ماليې او عدلیې وزارتونو له استازو څخه یوه کمېټه تشکیل شي چې د متقاعدو استادانو او د هغوی د وروسته پاتې کسانو د حقوقو په اجراآتو باندې په اساسي ډول سره فکر وکړای شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS