لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هلمند له والي سره وکتل

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۴:۲۷
ش

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د هلمند له والي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د هلمند ولایت مقام پر غوښتنو لکه پوهنتون ته د هلمند لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د طب پوهنځي جوړول، د یو نړیوال علمي ژورنال رامنځته کول، د یادې موسسې لپاره د احاطې دیوال جوړول او د تحصیلي وضعیت ښه والي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د هلمند لوړو زده کړو موسسې د علمي کادر غړو د ظرفیتو لوړولو او د اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو رامنځته کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له جدي پاملرنې مننه وکړه او په دغه ولایت کې یې د لوړو زده کړو کیفیت لا ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې د ارتقا، د معیاري علمي ژورنالونو پر ایجاد او هلمند لوړو زده کړو موسسې لپاره د طب پوهنځي د جوړیدو په اړه د هلمند والي د غوښتنو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته د وزارت اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې پر دې وړاندیزونو هر اړخیز کار وکړي او پایله یې د لوړو زده کړو وزارت له مقام سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS