لوړو زده کړو وزارت د هېواد دیني مدارسو او پوهنتونونو ممتاز محصلان او فاضلان وستایل. 

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۴:۱۶
fdfddfgfdfg


د هېواد ټولو امارتي تحصیلي بنسټونو، دیني جامعاتو او مدارسو فاضلان او محصلان د ا.ا.ا لوړ پوړو مسؤلینو په حضور کې د ډاليو په ورکړي سره وستایل شول.
په یاده ستاینغونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پیاوړتیا او پرمختګ د ا.ا.ا پالیسي ده. نوموړي یاد محصلان خپلو زده کړو ته لا وهڅول او د لوړو زده کړو وزارت د دغه پروګرام ستاینه یې وکړه.  
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په وینا؛ نور هېڅوک د مدرسې د فاضل او د پوهنتون د محصل تر منځ واټن نه شي رامنځ ته کولی. نوموړي زیاته کړه: « د مدرسې فاضل یو لاس او د پوهنتون محصل بل لاس دی او دا دواړه لاسونه به په ګډه دا هېواد ابادوي.»
وروسته د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د جهادي مدارسو عمومي رئیس شیخ الحدیث والقرآن مولوي عبدالواحد، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، او د کابل ولایت علماوو شورا رئیس خلیفه صاحب دین محمد او د محصلانو د انسجام او همغږۍ رئیس قاضي کلیم الله محمدي په خپلو خبرو کې یاد فاضلان او محصلان د قدر وړ وبلل او د هغوی هڅې یې وستایلې. 
د غونډې په پای کې ممتازو محصلانو او فاضلانو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا یو یو لپټاپ کمپیوټر او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري لس لس زره افغانۍ نغدي ډالۍ ورکړل شوې. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS