لوړو زده کړو وزارت کې په دري او پښتو ژبو د تدریس کولو د مهارتونو علمي او څيړنيز ورکشاپ نن پای ته ورسید

په دغه شپږ ورځني ورکشاپ کې ګډون والو د سانسګريټ ژبې د ريښو او پیدایښت، د دري او پښتو ژبو د ویلو، د دري او پښتو ژبو د رامينځته کیدلو د څرنګوالي، په سیمه کې د دري او پښتو ژبو د اهمیت او په دري او پښتو ژبو د تدریس کولو مهارتونو په اړه بحث تر سره شو.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي په داسې حال کې چې په ټولنيزو چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار لعل پاچا ازمون او د هیواد د پوهنتونو د دري او پښتو ادبياتو پوهنځيو یو شمیر استادانو هم حضور درلود، ددې ورکشاپ له ګډون والو څخه د مننې وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې ژبپوهنه د تحصيلي بنسټونو د اړتیاوو له جملې څخه شمیرل کیږي او علمي بنسټونه باید په دې زمینه کې زیاتې څیړنې تر سره کړې.
د محصلينو چارو مرستیال له استادانو وغوښتل، په دې ورکشاپ کې چې تاسو د تدریس کولو کوم ماډرن مهارتونه زده کړي، خپلو محصلینو ته یې هم در سره ولیږدوئ.
د آلمان د بُن پوهنتون د ختیځپوهنې انسټيټيوت استاد پروفيسور ډاکټر سبستیان کورت هاینه وویل چې په دغه ورکشاپ کې د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه لکه د ژبې اهمیت، د دري او پښتو ژبو لغاتونو او د تدریس کولو او څیړنو نویو مهارتونو په باره کې تفصيلي بحثونه تر سره شول.
په پای کې د ډاکټر سبتیان د هڅو د ستایلو په موخه هغه ته تحفه هم وړاندې کړی شوه.