لوګر د لوړو زده کړو موسسې کې د کمال خان بند د پرانېستنې په پار دوه علمي سیمینارونه وړاندې شول
په همدې اړوند د یاد علمي بنسټ علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد سردار احمدي، د پوهنځیو مشرانو او مسوولینو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د دوو استادانو هر یوه پوهنیار شفیع الله امیني په اسلام کې د اوبو اهمیت تر سرلیک لاندې او د نامزد پوهنیار فضل حنان صافي د Importance of water and its effect تر سرلیک لاندي علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د یادونې ده، چې د غوڼدې په لومړۍ برخه کې د مارچ اتمه چې د ښځو نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په اهمیت او ارزښت هم یادونه وشوه.