محصل د یوه هېواد د لوړو زده کړو نظام مرکزي محور دی!

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۵:۴۱
12364589

دا خبره د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د آنلاین ناستې په ترڅ کې، چې د دغه وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئيسانو او مرکزي تحصيلي بنسټونو مسؤلين یې برخه وال وو، د امارتي تحصيلي بنسټونو مشرتابه پلاوي ته وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست د هېواد تحصيلي بنسټونو ته د ا.ا.ا مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او همدا راز د امارتي تحصيلي بنسټونو مسؤلينو د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه، محصلان یې د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د تحصيلي نظام محوري نقطه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې موږ او تاسو هر یو د دوی د درسي نصاب، صنفي حاضرۍ، اعاشې، اباطی او لیلیې په اړه مسؤليت لرو، هڅه باید وکړو چې د هېواد، اسلامي نظام او ټولنې راتلونکي نسل پر وړاندې خپل مسؤليت په ښه ډول ترسره کړو، څو راتلونکي کې په اسلامي او ملي ارزښتونو ژمن او واقعي خدمتګاران ټولنې ته وړاندې کړو.

ورپسې د یو شمېر تحصیلي بنسټونو د ځینو محصلینو د ۱۴۰۳ هـ ش کال د خزاني سمستر د حاضرۍ د احصايې راپور او همداراز د دغه وزارت اړوند د یو شمېر تحصيلي بنسټونو لیلیو او تدریسي روغتونونو شته ستونزو راپور د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې رئيس مولوي احمدالله حماد او د دې وزارت د دفتر رئيس قاري محمد سلیمان شریفي له لوري ګډونوالو ته وړاندې شو.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رئيس انجنیر سردار ولي صالحي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست له لوري په تحصيلي بنسټونو کې د درسي چارو د ښه والي په اړه تیار کړی پرېزنټیشن وړاندې کړ.

په پای کې د ګډونوالو په استازیتوب د ځینو تحصیلي بنسټونو رئیسانو خبرې وکړي او په تحصیلي بنسټونو کې د شته ستونزو په روښانه کولو او حل کولو کې د دغه وزارت له رهبري پلاوي څخه مننه وکړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۶:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

د یاد روغتون د مسؤلینو په وینا، د خوارځواکو کوچنیانو د درملنې څانګه (ټي اېف یو) د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د نږدې یو میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شلو ورځو په موده کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلانو په فراعتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو د امارتي ادارو یو شمېر استازو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

په دایکندي لوړو زده کړو موسسه کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د یاد تحصیلي نهاد مسوولینو په وینا؛ د دې پروژې په بشپړولو سره مو دوامداره ارزانه برېښنا تر لاسه کړه، چې مخکې تر دې مو په لوړ قیمت د جنراتور له برېښنا استفاده کوله.

BACK TO NEWS