ننګرهار پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۸:۳۵
g

یاده غونډه د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې د ختیځ زون دفتر په نوښت د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو انسجام امریت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، چې د یادې ادارې د مسوولانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او محصلینو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې له مسوولانو مننه وکړه چې د پوهنتون محصلینو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړ.

نوموړي د یوې قانونمندې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره د قوانینو څخه خبراوی او پوهاوی اړین شرط وباله چې په وینا یې قانون هغه مهال په ښه شکل تطبیقېدای شي چې وګړي یې په اړه پوهه او معلومات ولري.

ورپسې د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې د ختیځ زون دفتر مسوول میران شاه لودین اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه ترتیب کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ او د یاد قانون په اړه یې د برخوالو محصلینو پوښتنې ځواب کړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS