ننګرهار پوهنتون کې د محصلینو د ۹۷ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۶:۱۲
gffgdgdf


په یاد نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال محصلینو ۹۷ څېړنیزې پروژې نندارې ته وړاندې شوې.
په دغه نندارتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تالیف او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل د هېواد د پوهنتونونو په کچه د څېړنو پر اوسني وضعیت خبرې وکړې او د هغې د ښه والي او بهبود لپاره یې د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ، استادانو او محصلینو ته د اصولو سره سم د څېړنو کولو سپارښتنې وکړې.
همداراز د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د علمي څېړنو د ترسراوي په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې علوم له تحقیقه سرچینه اخلي او دا د پوهنتونونو دنده ده، چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه څېړنې ترسره، او پایلې یې له اړوندو ادارو او بنسټونو سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته څېړنو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د هېواد په مختلفو تحصیلي بنسټونو کې یې د ملي او نړیوالو موضوعاتو په اړه بېلابېلو څېړنیزو کنفرانسونو دایرولو ترڅنګ، په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د څېړنو معاونیتونه ایجاد کړي دي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS