هيواد کې د تخنيکي او مسلکي ظرفيتونو لوړولو په موخه ناسته ترسره شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۱:۲۳
g

د لوړو زده کړو وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یوې هوکړې پر بنسټ چمتو دی؛ څو هیواد کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه هراړخیزه همکاري ولري.

دا خبره د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په هغه ناسته کې وکړه؛ چې پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال، د عدلیې وزارت استازو، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون استازو او د لوړو زده کړو وزارت یوشمېر رییسانو ګډون لاره.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت تر دې مهاله په کاري بازار کې د ظرفیت جوړونې او انساني مسلکي ځواک پیاوړي کېدو په موخه د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سره همکار و او تر دې وروسته هم د یوې هوکړې او د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسوولیتونو پېژندنې او ځانګړي کولو سره چمتو دی؛ څو خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ناستې ګډونوالو ته لارښوونه وکړه؛ څو د یاد هوکړه لیک موادو پر راټولولو ګډ کار وکړي او د دواړو ادارو د مالي او اداري، علمي او تخنیکي مسوولیتونو تر پېژندنې وروسته؛ هغه د هوکړې په توګه په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د ناستې غړو د هوکړه لیک د جوړولو پر مېکانیزم او چوکاټ خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د لوړو زده کړو وزارت دې، هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت ته په کتو او په دې اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې د فرمان پر بنسټ؛ د یوه هوکړه لیک متن او محتوا چمتو کړي او تر لاسلیک وروسته دې د دواړو ادارو له لوري عملي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي نهادونو له مسؤلینو سره، د همغږۍ او د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د ناستو په تالار کې، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او د مرکزي ادارو یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ملي دفاع وزارت د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

 

هغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت د حضرت ابو عبیده بن جراح رضي الله عنه (ملي دفاع پوهنتون) اړوند د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه د پوځي اکاډمۍ د غونډو په تالار کې د یادې اکاډمۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۹
Background image

د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت نوي طبي وسایل وسپارل شول

 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون ته د ۱۸.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایل چې خریداري شوي وو د ګټې اخیستنې په موخه یاد روغتون ته وسپارل شول.

په دې. . .

BACK TO NEWS