ټول خصوصي تحصیلي بنسټونه که په راتلونکو شپږو میاشتو کې خپل اداري پلاوي د لوړو زده کړو وزارت ته په اصولي ډول معرفي نه کړي چارې یې ځنډول کېږي
خبرتیا!
ټول خصوصي تحصیلي بنسټونه که په راتلونکو شپږو میاشتو کې خپل اداري پلاوي د لوړو زده کړو وزارت ته په اصولي ډول معرفي نه کړي چارې یې ځنډول کېږي.
لکه څرنګه چې ټول خصوصي تحصیلي بنسټونه په جریان کې دي، چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو اداري پلاوي په رسمي ډول د لوړو زده کړو وزارت له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم نه دي ګومارل شوي، نو یادو تحصيلي بنسټونو ته د یادو چارو د اصولي طی مراحل لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري ۱۰ ورځې وخت ورکړل شوی و، دا چې خصوصي تحصیلي بنسټونو په یاده موده کې خپل اداري پلاوي د لوړو زده کړو وزارت ته په اصولي ډول معرفي نه شول او د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د مقررې (۲۲) مادې او د (۱۳) مادې اووم بند شرایط یې پوره نه کړل.
په همدې اساس د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو، محصلانو او فارغ التحصیلانو ستونزو ته په کتو سره د هغوی د چارو د بیا پیل په اړه، د وزارت مشرتابه او د علمي برنامو د پراختیا ریاست خپل تصمیم په لاندې ډول اعلانوي:
د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه دې ژر تر ژره د خپل موجوده اداري پلاوي د لاسلیکونو بېلګې د چارو د بېرته پیلولو په موخه د لاندې معلوماتو سره یوځای د علمي برنامو د پراختیا ریاست ته وسپاري:
ـ د تحصیلي اسنادو کاپي،
ـ د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې درې کلنه اکاډمیکه کاري تجربه
ـ له اړوند مؤسسې سره د دندې تړون پاڼه او خلص سوانح،
همدارنګه ټول خصوصي تحصیلي بنسټونه مکلف دي، چې د دې خبرتیا له اعلان وروسته تر ۶ میاشتو پورې، خپل اداري پلاوی د اصولي تقرر او طی مراحل په موخه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د مقررې، (۲۲) مادې او د (۱۳) مادې اووم بند له شرایطو سره سم، لوړو زده کړو وزارت ته وروپېژني.
هغه خصوصي تحصیلي نهادونه، چې په ټاکل شوي وخت کې خپل اداري هیئت د اړوند مقررې د ټولو شروطو مطابق معرفي او طی مراحل نه کړي، د شکایت حق نلري او وزارت به یې په هکله قانوني تصمیم ونیسي.