په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو ماسټر پلان د ویډیو کنفرانس له لارې وړاندې شو
په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو ودانۍ ماسټر پلان نن د مالیزیا کاري ډلې له لوري په یوه انلاین ناسته کې افغان لوري ته وړاندې شو.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د ښار جوړونې وزارت معینې سحر همدرد او په مالیزیا کې د افغانستان سفیر شتون درلود. د مالیزیا هېواد کاري ډلې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو د طرحې پلان او په اړه یې جزیات وړاندې کړل.
دغه راز د ښار جوړونې وزارت معینې د یاد پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو طرحې په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې دغه پلان دې له معتبرو کورنیو شرکتونو سره شریک شي او نهایي کولو لپاره یې دې هڅې وشي.
د یادولو ده چې نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لوري په ننګرهار کې جوړ شي.
ولسمشر د یوه حکم پر بنسټ د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د هغه مالیزیايي ټیم سره په ګډه کار وکړي چې د یاد پوهنتون ماسټر پلان یې جوړ کړی دی.