په البیروني پوهنتون کې د پوهنځیو او ډېپارټمنټونو د ارزونې پروسه بیا پیل شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۵۳
g

په البیروني پوهنتون کې د ډیپارټمنټونو او پوهنځيو ارزونې پروسه تر یوې دمې وروسته بیا په عادي ډول پیل شوه.

دا پروسه د پوهنځيو اداري او علمي فعالیتونو ارزونې په لړ کې په مهالوېش کې د راغلیو تعدیلاتو له مخې او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ټاکل شویو شاخصونو پر بنسټ د ښوونې او روزنې پوهنځی په اصلاحي توګه وارزول (evaluation) شو.

ارزونې داسې طرحه شوي چې هر یو یې د ښوونیزو ورکشاپونو په توګه پلي کېږي او په دې بهیر کې د دندې ترسره کولو په حال کې هم ښوونې ترسره کېدای شي.

د چارو د مسولانو په وینا له دغه ګام سره به دوې موخې ترلاسه شي چې همغه (۱) اصلاحي ارزونه او وروستۍ بیاکتنې لپاره چمتوالی (۲) د اعتبار ورکولو او کیفیت تضمین معیارو په برخه کې د اکاډمیکو ظرفیتونو پراختیا ده.

د لا زیاتې روڼتیا او اغېزناکتیا او همدارنګه د پوهنځيو تر منځ د سالمو سیالیو او کاري انګېزې رامنځته کېدو لپاره د پروسې په پای کې نومرې هم ورکول کېږي.

دا ارزونه د علمي چارو مرستیال دوکتور فریدون کریمي په مشرۍ د پوهنتون د کیفیت تضمین اصلي کمېټې لخوا ترسره کېږي.

د علمي او اداري برخو د ارزونې پروسه په داسې حال کې چټکه شوې چې ټاکل شوې د البیروني پوهنتون د اعتبار ورکولو د درېیم پړاو لپاره بیاکتنه وشي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS