په بلخ پوهنتون کې د کرونا واکسین تطبیق پیل شو
دې پروسه کې به د بلخ پوهنتون ټول استادان، زدکړیالان او کارکوونکي د یوې اوونۍ په اوږدو کې د عامه روغتیا وزارت روغتیایي کارکوونکو لخوا د واکسین تر پوښښ لاندې نیول کېږي.
د بلخ پوهنتون رییس د عامې روغتیا وزارت روغتیایي پرسونل څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د واکسیناسیون پروسه په دغه پوهنتون کې په ښه ډول مخته تللې او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.