په دايکندي لوړو زده کړو موسسه کې درې پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. 

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۴:۱۱
jkasdhkjasfjk


یادې پروژې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې تمويلېږي، د موټرو تم ځای، د کور جنراتور او د څاڅکو اوبو لګولو سیستم شامل دي، چې د دې ادارې د مشرتابه پلاوي په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دايکندي لوړو زده کړو موسسې رئيس محترم انجنير محمد ناصر حنظله د دغو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې وويل: «د دغو درېيو پروژو کار د بیړنۍ اړتیا له امله څو مياشتې مخکې د يو ميليون او درې سوه زره افغانيو په لګښت پيل شوى و، چې له بشپړېدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.»
هغه زياته کړه، چې له يادو پروژو څخه په ګټې اخيستنې سره لازمې اسانتياوې چمتو شوې، چې د دغه بنسټ د شتمنيو په ساتنه کې مهم بلل کېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې، په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس دایر شو

 

د دغه کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ، خصوصي تحصیلي نهادونو هم د علمي کنفرانسونو لړۍ پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS