په لوړو زده کړو وزارت کې د څیړنیزو پروژو په اړوند ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
ورکشاب تحقیق

۵۵ څیړنیزې پروژې چې د مختلفو علمي څانګو لرونکې وې هغو استادانو ته چې د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې تخنیکې بورډ له اړخه د آزاد رقابت له لارې د هغوی څیړنیز پروپوزلونه د تائید وړ ګرځيدلي و، په رسمي توګه وسپارل شوې.

د څیړنیزو پروژو په هغه لارښود او د سپارښتنې ورکشاپ کې چې لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شوی و، د لوړز زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبد التواب بالاکرزي هغو استادانو ته چې وتوانیدل خپل څیزنیز پروپوزلونه د آزاد رقابت له لارې د لوړو زده کړو وزارت د تائید وړ وګرځوي، د مبارکۍ وړاندې کولو په ترڅ کې وویل د څیړنو له سرته رسیدلو څخه وروسته به ددې څیړنو پایلې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې.
نوموړي وویل یادې پروژې د لوړو زده کړو د لومړیتوبونو او د هیواد د اړتیاوو په اساس ټاکلی شوې وې تر څو له دې لارې د هیواد او ټولنې ځینې ستونزې حل شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست د علمي څیړنو په برخه کې ددې وزارت د وروستنیو فعالیتونو په اړه وویل: « تر دې پخوا د علمي پروژو د مدیریت لپاره کومې علمي هستې وجود نه درلود تر څو دا موضوعات مدیریت کړي چې د همدې اړتیاوو له کبله د څیړنې، تالیف او ژباړې ریاست جوړ کړای شو او همدا ډول په دې برخه کې معتبرو تقنیني اسنادو باندې هم کار روان دی.

نوموړي د علمي پروژو د اهمیت په اړه چې د تحصيلي بنسټونو له اساسي دندو څخه بلل کیږي وویل چې علمي څیړنې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په پروسه کې هم اساسي رول لري او هغه تحصیلي بنسټونه چې د پوره اکاډیمیک اعتبار اخیستلو غوښتونکي وي باید دې موضوع ته زیاته پاملرنه وکړي.

ورکشاب تحقیق

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ډیټابیس جوړولو، د عملي څیړنو مرکزونو جوړولو، د هیواد د لویو پوهنتونو په اډانه کې د نړیوالو ژورنالونو جوړولو، تقنیني اسنادو او د استادانو د څیړنو د ثبتولو په هکله هم معلومات وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزارت عملي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبد التواب بالاکرزي د HEDP د لوړو زده کړو پراختیایې برنامې څخه چې ددې برنامو په مالي او تخنیکي برخو کې یې همکارې کړې وه مننه وکړه، ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د هیواد د پوهنتونو له څیړنیزو پروژو څخه په پوره توګه حمایت کوي او په دې ډګر کې لازمې آسانتیاوې رامینځته کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د څیړنې، تالیف او ژباړې رئيسې ډاکټر مرضیه وفایي د یاد ریاست د وروستیو فعالیتونو او په ټولنه کې د لوړو څیړنو اهمیت او اړتیاوو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایې برنامې HEDP رئیس نور احمد درویش وویل چې د ۲۱۰ پروپوزلونو له جملې څخه چې د څیړنې تخنیکي بورډ ته سپارل شوي و، ۵۵ پروپوزلونه د تائید وړ وګرځیدل چې ۴۳ یې انفرادي او ۱۲ یې ګروپي دي.

ورکشاب تحقیق

د نوموړي په وینا تائید شوې علمي پروژې د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان او لومړیتوبونو سره سمې ټاکلی شوې دي.

همدا ډول په دې برنامه کې د څیړنو د لارو د څرنګوالي په اړه، د کار د پرمختګ د راپور او نورو مواردو په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندې کړی شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS