په ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو (OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ورکشاپ پیل شو
یاد ورکشاپ چې د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی او دوې اوونۍ به دوام وکړي، د سپین غر لوړو زده کړو موسسې ۱۵ استادان په کې برخه لري.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل:" ننګرهار پوهنتون د هېواد د دویم ستر پوهنیز او اکاډمیک مرکز په توګه خپله دنده او مسؤلیت ګڼي چې د نویو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره اکاډمیکه مرسته او همکاري وکړي."
نوموړي زیاته کړه:" ننګرهار پوهنتون د سپین غر لوړو زده کړو موسسې سره د ګډو همکاریو د هوکړه لیک پر بنسټ ژمن دی چې د یاد پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره بېلابېلو برخو کې روزنیز کورسونه جوړ کړي."
پوهاند بهسودوال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو پر اړتیا او ارزښت وینا وکړه او له ګډونوالو استادانو یې وغوښتل، چې په فعال ګډون سره د ورکشاپ له مطالبو ګټه پورته کړي او د اړوندو پوهنځیو له نورو استادانو سره يې هم شریک کړي.
په دې ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار محمد مالیار رحماني نور ویناوال وو چې د ورکشاپ د منځپانګې په اړه یې استادانو ته معلومات ورکړل.
د سپین غر خصوصي لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه، چې تل یې د دوی معنوي او اکاډمیک لاسنیوی کړی او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د دوو مسلکي روزونکو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده له خوا مخته وړل کېږي.