په کابل پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه او د قرانکریم نازلېدل ونمانځل شول

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۸:۱
g

"قرآن د سولې، عدالت او ورورولۍ د ټینګښت لپاره ښکاره دستورونه لري، د علم او پوهې عامولو او همدارنګه د انسان د نېکمرغۍ  لپاره هدایت او عالي پيغام دی."

دغه ټکي په کابل پوهنتون کې د قرآن نازلېدو د جشن نمانځلو کې د ویناوالو له لوري څرګند شول.

په دغه محفل کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس محمد عثمان بابري، په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکار عنایت الله بلیغ، د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل حفیظ الله حفیظ، د لوړو زده کړو وزارت ویاند او اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رییس پوهنیار حامد عبیدي، ځینو علماوو، استادانو او د دغه پوهنتون ځینو زدکړیالانو ګډون کړی وو.

دوکتور عباس بصیر د روژې مبارکې میاشتې او د قرآن عظیم الشان د نازلېدو فضایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دغه کتاب یو علمي اثر او د فلسفې، ښوونې او قانون په برخه کې ستره الهام  بښونکې سرچینه ده، چې موږ ته د حق، یووالي، ورورولۍ، سولې او پخلاینې، زغم او د یو بل منل را زده کوي.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه، چې په ټولنه کې د قرانکریم، پوهنتونونو او علمي مرکزونو یو اساسي مسوولیت دا دی چې په ټولنه کې د زدکړیالانو له لارې سوله، ورورولي او برابري ټینګه کړي او باید پوهنتونونه د کرکې، نفاق او قومي او مذهي دښمنیو پر ځای د ورورولۍ او صمیمیت فضا رامنځته کړي.

همدارنګه عباس بصیر د زدکړیالانو تر منځ د زغم او ورورولۍ کلتور په عامولو کې د استادانو رول ارزښتناک وباله او ویې ویل، چې هڅه کوي ترڅو د زدکړیالانو له لارې په ټولنه کې د تحصیلي نظام رول پیاوړی کړي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري د قرانکریم د نزول اوونۍ نمانځل یو ښه ګام وباله او د روژې مبارکه میاشت یې د ځان او خدای پېژندنې او په بشري ټولنه کې د یووالي میاشت یاده کړه.

د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل حفیظ الله حفیظ، د قرانکریم او د هغه د نزول لسیزې د فضیلت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې روژه د نفس د محاسبې، ځان جوړونې، زغم او الهي تقوا ته د رسېدو لپاره یو ښه چانس دی.

په دینې چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهنمل عنایت الله بلیغ د قرآن کریم د نزول او په بشري ټولنه کې د هغه د نېکمرغۍ پر رول وینا وکړه. هغه زیاته کړه، روژه موږ ته د برابرۍ او ورورولۍ درس راکوي او همدارنګه جهل او تعصب د ټولنې د تباهۍ او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.

محفل د پوهندوی دوکتور محمد معروف حنیف له لوري په روژه ماتي، د پرمختګ، علمي پراختیا او په ټول هېواد کې د سولې د ټینګښت په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

په دایکندي لوړو زده کړو موسسه کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د یاد تحصیلي نهاد مسوولینو په وینا؛ د دې پروژې په بشپړولو سره مو دوامداره ارزانه برېښنا تر لاسه کړه، چې مخکې تر دې مو په لوړ قیمت د جنراتور له برېښنا استفاده کوله.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۵:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي د لوړو زده ‌کړو له سرپرست وزیر سره وکتل 

 

د لیدنې په پیل کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان په تحصیلي نظام. . .

BACK TO NEWS