د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زدهکړو کمیسیون ناسته وکړه.
د یادې ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل وخت د خلکو د کارونو پر خلاصولو او له خلکو سره په چارو کې پر اسانتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله او د رئیس الوزراء صاحب امر او غوښتنه ده.
وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو له یوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد پر غوښتنو، د پوهنتون یا مؤسسې، پوهنځيو او څانګو د نومونو تعدیل، د امناء پلاوي تائید، د پوهنځیو او څانګو نوي ایجاد غوښتنو او اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې او د پوهنځیو او څانګو د نوي ایجاد غوښتنې له تایید وروسته د نهایي پرېکړې په پار، عالي شورا ته ولېږدول شوې.
د یادونې وړ ده چې د خصوصي لوړو زدهکړو کمیسیون د یادو بنسټونو د ستونزو حل او پرمختګ او معیاري کولو په موخه جوړ شوی، چې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبان، د مقام سلاکاران، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان، د مرکزي امارتي پوهنتونونو رئیسان او د خصوصي پوهنتونونو استازی یې غړیتوب لري.