تمام وظایف ها
د دولتي پوهنتونونو نویو رامنځ ته شویو (اسلامي ثقافت) علمي کادري بستونو خبرتیا!
د پکتيا او پکتيکا پوهنتونونو د اړتيا د پوره کولو پر اساس، د يادو پوهنتونونو د اسلامي ثقافت خالي کادري بستونه د دوهم ځل لپاره اعلان ته ورکول کيږي.
د پکتيکا پوهنتون (۴) بسته ـ نارينه وو لپاره.
د پکتيا پوهنتون (۵) بسته ـ ښځينه وو لپاره.
داوطلبان (ذکور او اناث) کولای شي، چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال د میزان په دويمه نېټه يادو بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې او خپل اصلي اسناد او د تذکرې کاپي دې د کابل پوهنتون د استاذانو چارو د آمريت ځانګړې کميټې ته وسپاري.
د اساس خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !
د اساس خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ستوماتولوژي پوهنځی:
د عمومي ډیپارتمنټ (۸) بسته.
د طبي تکنالوژي پوهنځی:
د عمومي ډیپارتمنټ (۸) بسته.
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !
کابل پولي تخنیک پوهنتون د دويم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د الکترومیخانیک پوهنځی:
د بهرنیو ژبو ډیپارتمنټ (۵) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.
د ننګرهار پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !
ننګرهار پوهنتون د دويم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
دانجنیري پوهنځی:
د مهندسي ډیپارتمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !
کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د دويم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کمپیوټر ساینس پوهنځی:
د معلوماتي سیستم ډیپارتمنټ (۲) بسته، (۱) د نارینه او (۱) ښځینه استادانو لپاره .
د البیروني پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !
د البیروني پوهنتون د( لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او یا ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ژبو اوادبیاتو پوهنځی:
د دري ډیپارتمنټ (۳) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۲/۱۴۴۴هـ ق څخه تر ۱۰/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.
د لغمان پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !
د لغمان پوهنتون په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د شرعیاتو پوهنځی:
فقه او قانون ډیپارتمنټ (۶) بسته.
د اسلامي تعلیماتو ډیپارتمنټ (۶) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۲/۱۴۴۴هـ ق څخه تر ۵/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.
د لغمان پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !
د لغمان پوهنتون د( دویم ځل) لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ اویا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
اقتصاد پوهنځی:
اداره او تجارت ډیپارتمنټ (۳) بسته.
مالي او بانکي ډیپارتمنټ (۱) بست.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
ریاضي ډیپارتمنټ (۱) بست.
د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی:
د ژورنالیزم ډیپارتمنټ (۲) بست.
د کرهنې پوهنځی:
د نباتاتو ساتنې ډیپارتمنټ (۱) بست.
د دولتي پوهنتونونو نویو رامنځ ته شویو (اسلامي ثقافت) علمي کادري بستونو خبرتیا!
د کابل مرکزي پوهنتونونو او هم د مرکزي زون اړوند پوهنتونونو د اړتيا د پوره کولو پر اساس، د يادو پوهنتونونو د اسلامي ثقافت خالي کادري بستونه د دوهم ځل لپاره اعلان ته ورکول کيږي.
داوطلبان (ذکور او اناث) کولای شي، چې د ١٤٤٤/۲/٢۱هـ ق څخه تر ١٤٤٤/۲/۲۴ هـ ق پورې يادو بستونو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې او خپل اصلي اسناد او د تذکرې کاپي دې د کابل پوهنتون د استاذانو چارو د آمريت ځانګړې کميټې ته وسپاري.
Pagination
د نعمان سادات لوړو زده زده کړو مؤسسی علمي کادر خبرتیا !
د نعمان سادات لوړو زده زده کړو علمي کادر خبرتیا